IQNA

 د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د پاي نښې نښانې رابرسیره شوي

7:34 - March 07, 2023
د خبر لمبر: 3486998
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ووئيل، درست شواهد ددې ښودنه کوي چې  صهیونیسټي وحشي رژيم  خپل انجام تر ګړنګه رسیدلی دی.

ایکنا د المنار ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سیدحسن نصرالله بیګا د شعبانیه اخترونو او  همداراز د جانباز د ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې مبارکۍ په وئيلو سره روښانه کړه،د مقاومت د جانبازانو بریاوې حتی د جنګ له ختمیدا وروسته هم دوام لري،ددې په ترڅ کې چې  مونږ د بندیانو  له مشکلاتو او دردونو سره  خبر او بلد یوو او دوی به هیڅکله هم هیر نه کړو.

سید حسن نصرالله د فلسطین موضوع ته اشاره وکړه او ټينګار ئې وکړ، درست اسلامی امت باید  له صهیونیسټ رژيم سره په مقابلې کې د فلسطین دملت ملاتړ وکړي او هغه ټوله پیښې چې  په همداوروستیو کې رامینځةشوي دي،د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د پاي نښې نښانې دي .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې هغه درستې فیصلې چې صهونیسټي رژيم ئې کوي،داسرائيلو په ضد د شهادت غواړو عملیاتو د ترسره کولو لپاره  یوازې د فلسطین د ملت  کلک هوډ ،ایمان او مقاومت زیاتوي ووئيل؛ دمقاومت معادله نن سبا د مونږ له پولو،ټاټوبي او سمندره ملاتړ کوي او یوازې د ایران اسلامی جمهوریت او سورئې د اسرائيلو  په وړاندې د مخه نیونکي ځواک  ملاتړ کړی او په همدې علت پر دغو دواوړو هیوادونو یرغلونه کیږي.

د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر همداراز ټينګار وکړ،د لبنان له یوې چپې  خاورې او سمندره به  شاتګ ونه کړو او که د ګیسو او تیلو د ویستلو په باب کوم ځنډ یا لټي وشي،نو اړخونه به ئې د اسرائيلي دښمن لمن هم  راګیره کړي. سید حسن نصر الله  د سمندري پولو انځور یوه تاریخي او مهمه بریا وبلله  او زیاته ئې کړه،دسمندري پولو  موافقه له صهیونیسټ رژيم سره  داړیکو دعادي کولو په معنا  نه ده.

د لبنان دحزب الله غورځنګ مشر دې ته په اشارې سره چې یو شمیر بندیان له  زندانه خوشي کیدا وروسته یوځل بیا  دجنګ میدان ته ستانۀ شوي او شهیدان شوي دي ، ددغو کسانو په لیکه کې ئې د شهید سمیر القنطار  نامه هم واخسته او وې وئيل،  باید د بندیانو د کورنیو مشکلاتو یادونه وکړو چې  له کلونو کلونو راهسې د دوي د ستنیدا په تمه وې  او د خپلو بندیانو په اړه ئې هیڅ اطلاع نه درلوده. البته باید ووایو چې  د  خپل ټاټوبی او د خپلو مقدساتو په دفاع کې  درست فلسطینی ملت او  اسلامی امت نوره د وحشي صهیونیسټانو او استعمار ګرو  جنایتونه او تیري نشي زغملی او هر یوه تیري ته به غاښ ماتونکي ځواب ورکړل شي .

https://iqna.ir/fa/news/4126478/%D

 

captcha